العنكبوت ۴

أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ أَنْ يَسْبِقُونَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ

آیا گمان کوی هغه کسان چه عملونه کوی ناکاره چه بچ به شوی د عذاب زمونږ نه بده ده هغه فیصله چه دوی ئی کوی -

په دی آیت کښی دوهمه دعویٰ سورة ده یعنی کوم خلق چه کفراو شرک کوی او دحق پرستو مخالفت کوی اوهغوی ته مکرونه جوړوی نوهغوی د عذاب د اللّه تعالٰی نه بچ کیدی نه شی اوپه دی کښی تخویف دکاذبینو ته اشاره ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل