مَنْ كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ اللَّهِ فَإِنَّ أَجَلَ اللَّهِ لَآتٍ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
هغه څوک چه عقیده لری دپیشئ د اللّه تعالٰی ته نو نیټه د اللّه تعالٰی خامخا راتلونکی ده اوهغه هرڅه آوری اوپه هرڅه پوهه دی -
دا متعلق دی داولی دعویٰ سره په طریقه دترغیب سره یعنی څوک چه د ملاقات د اللّه تعالٰی نه ویره کوی یاعقیده دهغی لری (پس تیاری دی دهغی دپاره اوکړی په مصیبتونوتیرولو سره) (يَرْجُو لِقَاءَ اللَّهِ) مراد ددینه رویة (دیدار) د اللّه تعالٰی دی په جنت کښی اودا ظاهری معنیٰ ده یا دلقاء نه مراد دوباره ژوندی کیدل دی یرجوا په معنیٰ دیتعقد سره دی اودمن کان جزاء محذوفه ده یعنی فَلْیَصْبِر عَلَی البلایا (صبردی دی اوکړی په مصبتونوباندی) -