العنكبوت ۳

وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ

اویقیناً ازمیښت کړی دی مونږ په هغه کسانو چه ددوی نه مخکښی وو پس خامخا ښکاره کوی به اللّه تعالٰی هغه کسانولره چه رشتیا وائی او خامخا ښکاره کوی به دروغژنولره -

دا تسلی ده مؤمنانوته په دی قول کښی فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ آه، حکمت د امتحاناتو دی یعنی فرق د رشتینو او دروغژنو (الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ) ددی نه مراد انبیاء علیهم السلام او مؤمنانو مخکښنی دی او خاص کر واقعه د موسیٰ علیه السلام چه مخکښی سورة کښی ذکرشوی ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل