العنكبوت ۲

أَحَسِبَ النَّاسُ أَنْ يُتْرَكُوا أَنْ يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ

آیا گمان کوی خلق چه پری به خودلی شی ددی وجی نه چه وائی دوی ایمان راوړی دی مونږ اوحال داچه په دوی باندی ازمیښت نشی کیدی -

دا اوله دعویٰ دسورت ده یعنی صرف ایمان (اگرچه په اخلاص سره وی) د جهنم نه د بچ کیدلو دپاره کافی نه دی بلکه دعوی دایمان سره تکلیفونه او مصیبتونه ضروری راځی (أَنْ يُتْرَكُوا) دلته عبارت کښی تقدیردی یعنی مِنَ الاِفتِتَانِ (دابتلاء نه) او هُمْ لَا يُفْتَنُونَ دهغی تفصیل دی (وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ) فتنه او امتحان دوه قسمه سره دی اول تکلیف تکوینیه یعنی مخالف دخلقو اودهغوی دطرف نه کنځل، غلطی فتوی لگول، وژل او مرضونه وغیره راتلل دوهم تکلیف شرعیه عبادات، هجرت، جهاد وغیره دواړه قسمونه دایمان سره لازم دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل