۱ العنكبوت

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
الم

الف لام میم -

سورة العنكبوت

ربط: ددی سورة د سورة القصص سره په یو څو وجوهوسره دی اول داچه سورة القصص کښی تشجیع وه مؤمنانوته په واقعه د موسیٰ علیه السلام سره نوپه دی سورة کښی تشجیع ذکرکوی په واقعاتو دنوح او ابراهیم او لوط او شعیب علیهم السلام سره، دوهم داچه هغه سورة کښی تشجیع وه په مصیبتونو راتللو اجمالاً په دی سورة کښی تفصیل دهغی مصیبتونو دی -

دعویٰ ددی سورة

ددی دوه دعوی دی اوله دعویٰ تشجیع ده پ مصیبتونو او محتنتونو تیرولوسره په دعوت دتوحید کښی اودا په (۲) کښی ده - دوهمه دعویٰ عدم نجات دمخالفینودی دعذاب نه په دنیا او آخرت کښی اوداپه (۴) کښی ده او دعویٰ دتوحید دسورة په مینځ کښی په طریقه دمثال سره ده -

خلاصه ددی سورة داده:

چه دا تقسیم دی څلورو بابونو ته اول باب تر (۱۴) پوری دی په دی باب کښی دواړه دعویٰ ذکرکړی دی او روستو دهغی نه څلو ابتلاء آت ذکرکوی - اول پوره مجاهده کول په (۶) کښی دوهم دعوت دوالدینو شرک ته په (۸) کښی دریم اذیت دعامو خلقو د طرف نه په (۱۰) کښی - څلورم دعوت د مکذبینو مداهنینو شرک ته او توحید پریخودلوته -

تفسیر

داد مقطعاتو نه دی ددی تفصیل تیرشوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل