القصص ۸۲

وَأَصْبَحَ الَّذِينَ تَمَنَّوْا مَكَانَهُ بِالْأَمْسِ يَقُولُونَ وَيْكَأَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَوْلَا أَنْ مَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا لَخَسَفَ بِنَا وَيْكَأَنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ

اوصبا کړو هغه کسانو چه ارمان ئی کړی وؤ دحالت دده پرون وئیل ئی عجیبه ده یقیناً اللّه تعالٰی فراخوی روزی هغه چالره چه اوغواړی د بندگانو خپلونه اوتنگوی، که چیری احسان نه وی کړی اللّه تعالٰی په مونږباندی خامخا خخ کړی به ئی وی مونږ لره عجیبه ده یقیناً نشی بچ کیدی کافران -

دا هم خوش قسمتی ده چه دیو بدکارسړی دحال نه څوک عبرت واخلی او د اللّه تعالٰی احسان اومنی چه ددغه بدحال نه ئی مونږ بچ ساتلی یو (وَيْكَأَنَّ اللَّهَ) یعنی دوی پوهه شول چه د رزق فراخی او تنگسیا د اللّه تعالٰی په مشیت او په اراده سره ده دا سبب دکرامت نه دی - (وَی) لفظ دتعجب دی او ک په معنیٰ دلام دی یعنی تعجب کوؤم ددی وجی نه او دابن عباس رضی اللّه عنهما نه نقل دی چه وَيْكَأَنَّ په معنیٰ د (اَلَمْ تَرَ) دی (مَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا) مَنَّ نه مراد توفیق د ایمان او اتباع د موسیٰ علیه السلام ده لکه چه سورة حجرات (۵۸) کښی دی (وَيْكَأَنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ) دا قول ددغه کسانو دی یا قول د اللّه تعالٰی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل