تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ
هغه کور روستنی (جنت) خاص کؤو مونږ هغه چا لره چه نه غواړی لوئی په دنیا کښی اونه ورانی کول او انجام (دخیر) دپاره دمتقیانو دی -
دا تفریعات دی په واقعه د موسیٰ علیه السلام باندی - دا اوله تفریع ده په (۷۷،۴) باندی یعنی ددی قصی دفرعون او قارون نه معلومه شوه چه دارالاخرة (جنت) صرف په تقویٰ سره حاصلیږی په علوتکبر او فساد سره که چیری حاصلیدلی نوفرعون او هامان او قارون ته به حاصل شوی وی -