فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ فَمَا كَانَ لَهُ مِنْ فِئَةٍ يَنْصُرُونَهُ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُنْتَصِرِينَ
نو خخ کړو مونږ ده لره او کورونه (خزانی) دده ځمکه کښی پس نه وه ده لره هیڅ ډله چه مدد ئی دده کړی وی سیوا د اللّه تعالٰی نه اونه وؤ د بدله اخستونکو نه -
تیرشوی بغاوت او تکبرښکاره کول سبب شو دعذاب دده - دی متکبرځان اوچت گنړلو نو اللّه تعالٰی ورله په ځمکه کښی ښکته والی ورکړو حدیث صحیح کښی راغلی دی چه هغه انسان چه په ځمکه کښی ئی لوئی کوله (اوخپله جامه د گیټو نه کوزه کړی وه) نوپه ځمکه کښی به خخ کړی شی اوترقیامته پوری به په کښی ښکته ورځی (وَبِدَارِهِ) کور نه مراد ټولی خزانی دهغه دی (فَمَا كَانَ لَهُ مِنْ فِئَةٍ) فِئَةٍ: هغه جماعت او ډلی ته وئیلی شی چه انسان ورته ځی راځی دحاجتونو او ضرورتونو دپاره یعنی قارون چه اللّه تعالٰی سره څوک شریکان گنړل یاخپل نوکران فوجیان نوهغه هیڅ څوک ئی په کار نه شول (وَمَا كَانَ مِنَ الْمُنْتَصِرِينَ) یعنی خپل طاقت او زورئی دومره نه وؤ چه بدله ئی اخستلی وی اودا په مقابله دزینت دده کښی او ددی قول کښی چه عَلَى عِلْمٍ عِنْدِي -
فائده: په دی واقعه کښی تنبیه ده قریشو ته او آل رسول ته چه دوی اگرچه دپیغمبرقوم دی او خپلوان دی لیکن درسول ددین نه بغاوت کوی نو دقارون (چه قریب وؤ د موسیٰ علیه السلام کښی) په شان به هلاک شی - اولیاء بزرگان چه دی مدد گاران گنړی هغوی دوی سره مدد نشی کولی -