القصص ۸۰

وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ لِمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا وَلَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الصَّابِرُونَ

او اوئیل هغه کسانو چه ورکړی شوی دی هغوی ته علم تعجب دی په تاسوباندی ثواب د اللّه تعالٰی غوره دی هغه چالره چه ایمان ئی راوړی دی اوعمل ئی کړی دی برابر دسنت سره اونه ورکیږی داخصلت مگرصبرناکوته -

دا وعظ دی دغه جاهلانوته د دنیا د ذلت، په مقابله دآخرت کښی (الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ) معلومه شوه چه عالمان د اللّه تعالٰی په نیز هغه کسان دی چه مالونه اوجاه ددنیا باندی هیڅ اعتبار نه کوی - (وَيْلَكُمْ) ئی دلته دپاره دتعجب او زورنی ذکرکړی دی اوپه دی لفظ راوړلو کښی اشاره ده چه په روستو مضمون باندی یقین اونه کړی نوهلاک به شی (ثَوَابُ اللَّهِ) مراد ددی نه نعمتونه دآخرت او د دنیا دی چه په برکت دایمان اوعمل صالح سره حاصلیږی (وَلَا يُلَقَّاهَا) ها ضمیردغه نصیحت او خصلت ته راجع دی کوم چه دتیری شوی جملی نه معلوم شو یعنی زهد په دنیا کښی اورغبت په آخرت کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل