فَخَرَجَ عَلَى قَوْمِهِ فِي زِينَتِهِ قَالَ الَّذِينَ يُرِيدُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا يَا لَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَا أُوتِيَ قَارُونُ إِنَّهُ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍ
نو را اوتلو دی په قوم خپل باندی په ډول خپل کښی اوئیل هغه کسانو چه غوختلو دوی ژوند دنیوی هائ ارمان دی چه وی مونږلره په شان دهغی چه ورکړی شوی دی قارون ته یقیناً دی خاوند دبرخی لوی دی -
په دی آیت کښی ذکردبل بغاوت دهغه دی، یعنی خپل تکبر عملاً ښکاره کول لکه نن چه بعضی بادشاهان خپل جشن مناووی ـ یابعضی پیران خپل عرسونه په خپل ژوند جوړوی اوخپل زیب او زینت په هغی کښی ښکاره کوی (قَالَ الَّذِينَ يُرِيدُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا) اگرچه مسلمانان وؤ لیکن دنیاپرست او ناپوهه وؤ هغوی دا تمنا ښکاره کړه اوقارون ته ئی دلوی برخی خاوند اوئیل لکه اوس هم جاهلان خلق دسرمایه دارانو ا ونوابانو دحال ارمان کوی اودهغوی صفتونه کوی -