قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ عِنْدِي أَوَلَمْ يَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ أَهْلَكَ مِنْ قَبْلِهِ مِنَ الْقُرُونِ مَنْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَأَكْثَرُ جَمْعًا وَلَا يُسْأَلُ عَنْ ذُنُوبِهِمُ الْمُجْرِمُونَ
اوئیل هغه یقیناً راکړی شوی دی ماته دا دوجی دعلم نه چه ماسره دی آیا دی نه پوهیږی چه یقیناً اللّه تعالٰی هلاک کړی دی مخکښی دده نه دپیړونه هغه څوک چه ډیرکلک وؤ دده نه په طاقت کښی اوډیروؤ په ډله کښی اوتپوس نه کیږی د گناهونو ددوی دمجرمانونه -
داذکر دهغه دبغی دی په انکار دنعمت د اللّه تعالٰی سره اوتبلیغ ورباندی اثراونه کړو بلکه (آتَاكَ اللَّهُ و أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ) نه ئی انکار اوکړو چه دا مالونه په خپل هنراوتجارت وغیره سره پیداکړی دی یعنی اللّه تعالٰی نه دی راکړی (عَلَى عِلْمٍ عِنْدِي) مراد ددی نه هنراوتجارت دی اوداسی په سورة زمر (۴۹) کښی ذکردی اوفرق هلته ذکرکیدی شی (أَوَلَمْ يَعْلَمْ) کښی ئی توبیخ او قباحت دحال دقارون ئی ذکرکړی دی چه سره ددی چه دفرعون دقوت دفوج او ډیروالی دمال نه اوبیا دهغه د هلاکت نه په خپلی مشاهدی سره خبروؤ بیاهم ده عبرت حاصل نه کړلو (وَلَا يُسْأَلُ) اشاره ده چه په وقت دعذاب دنیوی یا اخروی راتللو کښی دمجرم نه تپوس نه کیږی دپاره ددی چه څه عذب پیش نه کړی ځکه چه په دغه وخت کښی عذرنه قبلیږی نوتپوس ته هم ضرورت نیشته -
فائده: سورة اعراف (۶) اوسورة حجر (۹۲) کښی تپوس کول ذکر شوی دی اوپه دی سورة کښی او سورة رحمٰن (۳۹) کښی تپوس نه کول ذکر شوی دی - ددی یوتطبیق دادی چه د نفس گناه کولو تپوس ترینه نه کیږی اوادگناه دسبب اود کیفیت تپوس به کیږی - دوهم تطبیق دادی چه دتوبیخ او دملامتو کولو دپاره تپوس کیدی شی اودځان دخبرولو دپاره تپوس نه کیږی ځکه چه اللّه تعالٰی عالم دی - دریم داچه دعذاب نه وړاندی دحساب په وخت کښی تپوس به کیدی شی اوپه عذاب کښی دداخلیدلو په وخت کښی تپوس نه کیږی دپاره ددی چه عذر پیش نه کړی - څلورم داچه المجرمون نه مراد نورمجرمان دی - یعنی دیو قسم دمجرمانو جرم دبل مجرم نه تپوس نه کیږی -