القصص ۷۷

وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَأَحْسِنْ كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ

او اولټوه په هغی کښی چه درکړی دی تاته اللّه تعالٰی کور روستنی اونه هیره وه برخه خپله ددنیا نه اواحسان کوه ځکه چه اللّه تعالٰی احسان کړی دی تاته اومه لټوه فساد په ملک کښی یقیناً‌ اللّه تعالٰی مینه نه کوی دفساد کوؤنکو سره -

دده قوم (چه په هغی کښی موسیٰ علیه السلام هم داخل دی) ده ته دعوت دحق ورکړو چه په هغی کښی دری مناهی (فرح، نسیان، نصیب دنیا، فساد) ذکردی اودوه اوامر وَابْتَغِ، أَحْسَنَ، او دوه ترغیبات (إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْفَرِحِينَ) او (إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ) ذکرکړی دی (وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ) په دی کښی اشاره ده ټولو جوانبو دتوحید ته اوعقیده د آخرت او دجنت ته (وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ) برخه دانسان په خپل مال کښی دخوراک څکاک پوشاک نه علاوه داده چه د اللّه تعالٰی په لارکښی خرچ کړی اودارنگ خپل صحت او قوت اوځوانی د اللّه تعالٰی دپاره صرف کړی (وَأَحْسِنْ) په دی کښی جمیع اعمالو دخیرته اشاره ده چه هغه مالداری چه ددین خدمت پری اوکړی شی داهم د اللّه تعالٰی احسان دی (وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ) دمال په قوت سره دکفراوشرک په دنیا کښی اشاعت کول دالوی فساد دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل