إِنَّ قَارُونَ كَانَ مِنْ قَوْمِ مُوسَى فَبَغَى عَلَيْهِمْ وَآتَيْنَاهُ مِنَ الْكُنُوزِ مَا إِنَّ مَفَاتِحَهُ لَتَنُوءُ بِالْعُصْبَةِ أُولِي الْقُوَّةِ إِذْ قَالَ لَهُ قَوْمُهُ لَا تَفْرَحْ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْفَرِحِينَ
یقیناً قارون وؤ دقوم د موسیٰ علیه السلام نه نوزیاتی ئی کړو په دوی باندی او ورکړی وی مونږ ده ته دخزانو نه په دومره قدر دهغه چابیانی خامخا درنی به وی په یوه ډله طاقتورباندی کله چه اوئیل ده ته قوم دده لوئی مه کوه یقیناً اللّه تعالٰی مینه نه کوی د لوئی کوؤنکوسره -
داد تخویف دنیوی دپاره مثال دی تعلق لری د (۶۰) سره اودارنگ په دی واقعه کښی دلیل دی چه مشرکا وکافر سره په وخت دعذاب راتللوکښی هیڅ څوک امداد نشی کولی نه دهغه معبودان باطله او نه مالونه او نه خدمتگاران اونه مریدان لکه چه دقارون حال په (۸۱) کښی دغسی بیان کړی شوی دی (مِنْ قَوْمِ مُوسَى) مشهوره داده چه دی د موسیٰ علیه السلام دتره ځوی وؤ د موسیٰ علیه السلام پلارعمران بن قاهث وؤ اودقارون پلار یصهربن قاهث وؤ (فَبَغَى عَلَيْهِمْ) دا یو جامع لفظ دی شامل دی کفراوشرک اوتکبراوظلم کولو ته (وَآتَيْنَاهُ) داسبب دبغی دی لفظ د کنوز او مفاتح او تنوء او عصبه او اولی القوة ښکاره دلیل دی چه دده مالونه دحصر او دشماری نه بهر وؤ اوکنوز کښی اشاره ده چه ښکاره مال ئی ددی نه علاوه وؤ دا خوپټی جمع کړی شوی خزانی وی اوشاره ده چه دهغی نه ئی زکوٰة صدقه فی سبیل اللّه نه ورکوله ځکه چه کنز هغه مال ته وئیلی کیږی چه زکوٰة ترینه نه آدا کیږی اووقت د اظهار دبغی دادی (إِذْ قَالَ لَهُ قَوْمُهُ لَا تَفْرَحْ) دیته فَرحَ بَطر وئیلی کیږی چه دهغی دوجی نه شرک کوی اوقیامت هیرکړی اوعاقبت باندی سوچ نه کوی - اود اللّه تعالٰی دعذاب نه نه ویریږی -