القصص ۷۳

وَمِنْ رَحْمَتِهِ جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

او د وجی د رحمت د اللّه تعالٰی نه گرځولی ئی ده تاسولره شپه اوورځ دی دپاره چه آرام اوکړئ په شپه کښی اودپاره ددی چه لټوئ فضل د اللّه تعالٰی په ورځ کښی اودپاره ددی چه شکراوکړئ -

دا پنځم عقلی دلیل دی په دی کښی دی چه دشپی اود ورځی نظام چلول او د هغی په ترتیب سره فائدی پیدا کول د اللّه تعالٰی تصرف او اختیار دی - (وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ) ددی نه مراد توحید منل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل