قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ النَّهَارَ سَرْمَدًا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُمْ بِلَيْلٍ تَسْكُنُونَ فِيهِ أَفَلَا تُبْصِرُونَ
اوایه خبر راکړئ که چیری اوگرځوی اللّه تعالٰی په تاسو باندی ورځ همیشه ترورځ دقیامت پوری څوک دی واکدار سیوا د اللّه تعالٰی نه چه راوړی تاسو ته شپه چه آرام کوئ په هغی کښی آیا پس تاسو نه وینئ -
دا څلورم دلیل عقلی اعترافی سکوتی دی یعنی نمر غائب کول اوشپه راوستل صرف د اللّه تعالٰی اختیارکښی دی -
فائده: په اول آیت کښی دشپی ددوام ذکردی او دشپی اوریدل کیږی لیکن لیدل نه کیږی ددی وجی نه دهغی سره أَفَلَا تَسْمَعُونَ ذکر کړو اوپه دوهم آیت کښی دورځی ددوام ذکردی اوپه ورځ کښی لیدل کیږی ددی وجی نه أَفَلَا تُبْصِرُونَ ئی ذکرکړی دی -