قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ اللَّيْلَ سَرْمَدًا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُمْ بِضِيَاءٍ أَفَلَا تَسْمَعُونَ
اوایه خبر راکړئ که چیری اوگرځوی اللّه تعالٰی په تاسوباندی شپه همیشه تر ورځ دقیامت پوری څوک دی واکدار سیوا د اللّه تعالٰی نه چه راولی تاسو لره رنړا د نمر آیا پس تاسو نه اورئ -
دا دریم دلیل عقلی دی اودا اعترافی سکوتی دی ځکه چه د مخاطب نه تپوس شوی دی اودهغه چپ والی ئی نقل کړی دی اوپه دی آیت کښی د الٰه یو تفسیردی چه نمررا خيژولی شی یعنی چه نمرکښی تصرف کوی هغه ته الٰه وئیلی کیږی - داچه په جاهلانوکښی قصه مشهوره ده چه شمس تبریزبابا په ملتان باندی نمررا کوز کړی دی دا دروغ دی منگړت قصی دی اود شرک عقیده ده ځکه چه نمرکښی تصرف کول صرف د اللّه تعالٰی شان دی (إِنْ جَعَلَ) ابن کثیرذکر کړی دی چه جزا ددی شرط محذوف ده یعنی لَاَضَرَّ ذالک بهم (ضروربه دا تکلیف ورکړی دوی ته) او مَنْ إِلَهٌ ئی هم جزا کیدی شی -