وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنْتُمْ تَزْعُمُونَ
اوپه کومه ورځ چه آواز به ورکړی دوی ته نواوبه وائی کوم ځای دی برخی والا ځما هغه ته تاسو گمان کؤو -
دا تخویف اخروی دی او کوم چه په (۶۳) کښی تیرشو په هغی کښی مراد فساد دعقیدی ددوی وؤ اوپه دی آیت کښی مراد دادی چه ددوی شرک بی دلیله دی اومراد د شهیداً نه هغه څوک دی چه دوی ته ئی دعوت او تبلیغ کړی وؤ هغه به شهادت اوکړی دوی ته د تبلیغ کولو چه ما دوی ته تبلیغ کړی وؤ اوشهادت به اوکړی ددوی د انکارکولو (الْحَقَّ) مراد ددی نه حق دعبادت او الوهیة دی (مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ) هغه شرکی قصی په باره داولیاؤ کښی چه دوی دځان نه جوړکړی دی -