فَأَصْبَحَ فِي الْمَدِينَةِ خَائِفًا يَتَرَقَّبُ فَإِذَا الَّذِي اسْتَنْصَرَهُ بِالْأَمْسِ يَسْتَصْرِخُهُ قَالَ لَهُ مُوسَى إِنَّكَ لَغَوِيٌّ مُبِينٌ
پس صبا کړو موسیٰ علیه السلام په ښارکښی ویره کوؤنکی انتظارئی کوؤ نوناگهه هغه کس چه مدد ئی دده نه غوښتلی وؤ پرون ورځ چغی ئی وهلی ده ته اوئیل ده ته موسیٰ علیه السلام یقیناً ته خامخا سرکش ښکاره ئی -
داسی خوف د صالحینو او انبیاء دشان نه څه بعیده نه ده (يَتَرَقَّبُ) انتظار ئی کوؤ چه اوس به زه دفرعون دربار کښی طلب کړی شم یادا معنیٰ چه حالات ئی معلومول (يَسْتَصْرِخُهُ) په دی لفظ کښی اشاره ده چه ددی سړی فریاد دپرونی سړی نه زیات وؤ ځکه چه هغه صرف د مدد دطلب دپاره آواز کړی وؤ اونن دی سړی چغی اوهلی (قَالَ لَهُ مُوسَى) راجح داده چه ضمیر د لَهُ راجع دی اسرائیلی ته (لَغَوِيٌّ مُبِينٌ) ددی وجی نه چه بی طاقته ئی اوبیا هم هره ورځ د زورور سره جنگونه کوی اودهغوی امر نه منی یاددی وجی نه چه ستا په وجه پرون ځمادلاسه سړی قتل شو - اودوهمه توجیه داده چه ضمیرقبطی ظالم ته راجع دی -