القصص ۱۹

فَلَمَّا أَنْ أَرَادَ أَنْ يَبْطِشَ بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَهُمَا قَالَ يَا مُوسَى أَتُرِيدُ أَنْ تَقْتُلَنِي كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًا بِالْأَمْسِ إِنْ تُرِيدُ إِلَّا أَنْ تَكُونَ جَبَّارًا فِي الْأَرْضِ وَمَا تُرِيدُ أَنْ تَكُونَ مِنَ الْمُصْلِحِينَ

پس هرکله چه قصد اوکړو چه را اونیسی هغه کس چه هغه دشمن ددواړو دی اوئیل هغه ای موسیٰ علیه السلام آیا ته غواړی چه ماقتل کړی لکه چه تا قتل کړی یوتن پرون ورځ نه غواړی ته مگر چه شی ته زورآوری کوؤنکی په دی ملک کښی اونه غواړی چه شی ته داصلاح کوؤنکونه -

په دی کښی دوه احتمالونه دی اول دا چه بالذی عدولهما مراد اسرائیلی دی چه پرونی قبطی او ننی قبطی دواړو دشمن دی نودی اسرائیلی گمان اوکړو چه نن مالره قتل کوی نو دپرونی حال ئی ښکاره کړو - دوهم احتمال دادی چه مراد ددی نه قبطی دی چه دشمن دی د موسیٰ علیه السلام اوددی اسرائیلی، اوهغه په طریقه دگمان سره اوئیل چه پرونی سړی به هم تاقتل کړی وی او موسیٰ په دی عمل کښی احتیاط اوکړو چه دوکز په ځای نن بطش اوکړو ځکه چه حدیث صحیح کښی راځی چه مؤمن دیوسوری نه دوه کرته نه چیچلی کیږی (جَبَّارًا) هغه څوک دی چه دځان دپاسه دهیچ چا قانونه نه منی (مِنَ الْمُصْلِحِينَ) اول صفت ثبوتی او دوهم صفت صلبی ئی ذکرکړی دی دپاره دډیری مبالغی کولو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل