قَالَ رَبِّ بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِلْمُجْرِمِينَ
اوئیل ده ای ربه ځما په وجه دانعام کولو ستا په ماباندی پس هیچ چیری به نه شم زه مددگار دمجرمانو -
په دی کښی دوه قولونه دی اول قول دادی چه دا جمله خبریه ده او وعده ده په آینده زمانه کښی په دی کښی بیا دوه توجیه دی اوله توجیه، چه دا اسرائیلی مِن وجه مجرم وؤ دده امداد ما اوکړو لیکن آینده دپاره دداسی مجرمانو امداد نه کؤم - دوهمه توجیه داده چه اوس خو ددی مظلوم په امداد کښی ځما نه قتل اوکړی شو خوتاراباندی انعام دمغفرت اوکړو نودارنگ آئنده دپاره به هم هیڅ مجرم امداد نه کوؤم بلکه دمظلوم مدد به کوؤم - دوهم قول دادی چه دا دعا ده او انعام دمغفرت او نورنعمتونه ئی وسیله اوگرځوله چه ددی په وسیله سره ماآئنده دپاره دمجرمانو دامداد نه بچ اوساتی - د عطا رضی اللّه عنه نه روایت دی چه حلال نه دی چه څوک دی دظالم سره مدد کوی اونه دی دهغه دپاره کاتب (منشی) وی اونه دی د هغه ملگرتیا کوی تفسیرقرطبی کښی تفصیل نقل کړی دی -