القصص ۱۶

قَالَ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي فَغَفَرَ لَهُ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ

اوئیل هغه ای ربه ځما یقیناً‌ ما ظلم کړی دی په ځان خپل باندی نوبخښنه اوکړی ماته نوبخښنه ئی اوکړه هغه ته یقیناً‌ اللّه تعالٰی بخښنه کوؤنکی رحم کوؤنکی دی -

روستو د ښپیمانه کیدلو نه تضرع ئی اللّه تعالٰی ته اوکړله د بندگئ د اظهار په طریقی سره - بعضی خلقو دلیل نیولی دی چه ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي، دلالت کوی چه دا عمل د موسیٰ علیه السلام گناه وؤ، جواب دادی چه په قاعده د حسنات الابرار سیئات المقربین سره دغه عمل چه خلاف اولٰی وؤ گناه نه وؤ لیکن موسیٰ علیه السلام دهغی نه تعبیر په ظلم سره اوکړو اودهغی ئی مغفرت طلب کړو لفظ دظلم او طلب دمغفرت مستلزم دگناه نه دی بلکه داسی الفاظ تعبُّداً‌ استعمالیږی لکه چه نبی ﷺ ابوبکرصدیق رضی اللّه عنه ته داسی دعا خودلی ده اللّّهم إني ظلمت نفسي ظُلمًاًًً كثيرًاًً. ولا يغفر الذنوب إلّّّا أَنْتَ. فاغفر لي مغفرةًًًً (ترآخره پوری) (فَغَفَرَ لَهُ) په طریقه داِلهام (چه قبل نبوت نه پیغمبرانو ته معلومیږی) ورته معلومه شوه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل