القصص ۱۵

وَدَخَلَ الْمَدِينَةَ عَلَى حِينِ غَفْلَةٍ مِنْ أَهْلِهَا فَوَجَدَ فِيهَا رَجُلَيْنِ يَقْتَتِلَانِ هَذَا مِنْ شِيعَتِهِ وَهَذَا مِنْ عَدُوِّهِ فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِنْ شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ فَوَكَزَهُ مُوسَى فَقَضَى عَلَيْهِ قَالَ هَذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ عَدُوٌّ مُضِلٌّ مُبِينٌ

او داخل شو دی ښارته په وخت د غلفت د اوسیدونکو دهغی کښی نو اموندلو ده په هغی کښی دوه سړی جنگ ئی کوؤ دایو دقبیلی د موسیٰ علیه السلام نه وؤ اودابل د (ډلی) ددشمن دده نه وؤ پس مدد اوغوښتلو دده نه هغه سړی چه دقبیلی دده نه وؤ په مقابله دهغه سړی کښی چه ددشمن دده نه وؤ نو په موکه اووهو ده لره موسیٰ علیه السلام ختم ئی کړو ژوند دهغه اوئیل موسیٰ علیه السلام داد عمل دشیطان نه دی یقیناً دی دشمن گمراه کوؤنکی ښکاره دی -

هرکله چه موسیٰ علیه السلام ددین د فرعون نه نفرت کوؤ نوهغوی سره ئی تعلق نه لرلو بلکه هغوی نه جدا به گرځیدلو ددی وجی نه ښارته دغرمی په وخت کښی یوضرورت دپاره داخل شو په دغه وخت عام خلق اوده وو او لفظ د علی دلیل دی چه دغفلت وخت دده مقصد وؤ (فَاسْتَغَاثَهُ) وئیلی شوی دی چه قبطی (چه قوم دفرعون نه وؤ) په اسرائیلی باندی په ظلم سره گیډی دخشاک دفرعون مطبخ ته اوړل غوښتل او هغه طاقت نه لرلو (فَوَكَزَهُ مُوسَى) امداد کول دمظلوم په ټولو دینونو کښی ضروری دی نو موسیٰ علیه السلام ددغه ظالم ددفع کولو دپاره هغه په سینه کښی په موکه باندی اوهلو اراده دقتل ئی نه وه کړی لیکن هغه اسرائیلی نه په آسانه طریقه نه جدا کولو په غیر دمُکیّ وهلونه (فَقَضَى عَلَيْهِ) دهغه کارئی پوره کړو داپه عرف کښی کنایه ده دمرگ نه یا ضمیر اللّه تعالٰی ته راجع دی معنیٰ دا چه فیصله اوکړه اللّه تعالٰی په هغه باندی دمرگ (هَذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ) بعضو خلقو دلیل نیولی دی چه دا گناه وؤ ځکه چه نسبت ئی شیطان ته کړی دی - اول جواب دادی چه نسبت شیطان ته مستلزم دگناه نه دی لکه چه فتیٰ د موسیٰ علیه السلام نسیان دمهی شیطان ته نسبت کړی دی لیکن هرکله چه داسی کار په نتیجه باندی (چه تکلیف دی) شیطان خوشحالیږی ددی وجی نه هغی ته نسبت کیږی - دوهم جواب دادی چه هذا اشاره ده دغه مقتول ته او عمل لښکرته وئیلی کیږی - دریم داچه هرکله په دی کارکښی اذن د اللّه تعالٰی دطرف نه وؤ ځکه چه بغیرد وَکَز نه دهغه دفع کول هم ممکن وؤ نوخلاف اولٰی شو نو موسیٰ علیه السلام دخوف الٰهی دوجی نه شیطان ته نسبت اوکړو په منزله دگناه ئی اوگنړلو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل