القصص ۱۴

وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَاسْتَوَى آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ

اوهرکله چه اورسیدو ځوانئ خپلی ته اوبرابرشو ورکړو مونږ ده ته فرق دحق او باطل اوپوهه ددین اودغسی بدله ورکوؤ مونږ‌ښائسته عمل کوؤنکو ته -

ددی آیت نه دوهم مقام دی تر (۲۲) پوری په دی کښی احوال او مصائب دځوانئ د موسیٰ علیه السلام دی یعنی مصیبت د قتل دقبطی - تضرّع اللّه تعالٰی ته تعبُّداً‌، او اتفاق دفرعونیانو په قتل د موسیٰ علیه السلام اوهجرت مدین ته - به دی آیت (۱۴) کښی انعام په موسیٰ علیه السلام قبل النبوت ذکردی (حُكْمًا) پوهه په احکام دنیویه کښی (عِلْمًا) پوهه داحکام اخرویه (كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ) تشبیه داحوالو د مورد موسیٰ علیه السلام سره ده څرنگ چه مورد هغه عمل اوکړو په امرد اللّه تعالٰی اوپه مصیبت کښی ئی صبراوکړو نوبیا خوشحاله کړی شوه - دغسی هرمحسن لره بدله ملاویږی یا تشبیه دحال د موسیٰ علیه السلام چه چالره اللّه تعالٰی په وړوکوالی کښی په طریقه دخرق عادت اوساتی نوهغه ته اللّه تعالٰی ددین پوهه او ذمه داری ورکوی نو اشاره شوه حال د خاتم النبین ﷺ ته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل