فَرَدَدْنَاهُ إِلَى أُمِّهِ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَلِتَعْلَمَ أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
نو واپس کړو مونږ ده لره مور دده ته دپاره چه یخی شی سترگی ددی اونه خفه کیږی اودی دپاره چه یقین اوکړی چه یقیناً وعده د اللّه تعالٰی رشتیا ده اولیکن ډیرخلق نه پوهیږی -
دا نعمت د اللّه تعالٰی دی روستو دصبرکولو نه په مصیبت باندی (أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ) ددی نه مراد هغه وعده ده چه په (۷) کښی ذکرشوی ده (لَا يَعْلَمُونَ) یعنی نه پوهیږی په ښه عاقبت دصبر په مصیبت باندی نو انتظار دنعمت نه کوی - اوبی صبری کوی -
فائده: مفسیرینو لیکلی دی چه فرعون دمور د موسیٰ علیه السلام دپاره یو دینار (اشرفئ) دورځی مقرر کړله اودا هغی لره دمال فئ په صفت سره جائز وه -