وَحَرَّمْنَا عَلَيْهِ الْمَرَاضِعَ مِنْ قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى أَهْلِ بَيْتٍ يَكْفُلُونَهُ لَكُمْ وَهُمْ لَهُ نَاصِحُونَ
اومنع کړی وؤ مونږپه ده باندی پئ ورکوؤنکی مخکښی ددی نه نو اوئیل (خوردده) آیا اوخایم تاسوته یو کوروالا چه پالنه کوی به دده ستاسو فائدی دپاره او دوی به دده خیرخواه وی -
دا حسن تدبیر د اللّه تعالٰی دی دپاره د واپس کولو د موسیٰ علیه السلام خپلی مورته (حَرَّمْنَا) دا تحریم لغوی دی په معنیٰ دمنع سره ځکه چه په دغه عمرکښی تحریم شرعی ممکن نه دی (وَهُمْ لَهُ نَاصِحُونَ) وئیلی شوی دی چه فرعونیانوپه دی باندی اعتراض اوکړو چه ددی نه معلومه شوه چه ته ددی بچی مورپیژنی، نودی ورته جواب کښی اوئیل چه لَهُ ضمیر اهل بیت ته راجع نه دی په دلیل د لَكُمْ سره بلکه فرعون ته راجع دی نوهغوی چپ شول -