القصص ۱۱

وَقَالَتْ لِأُخْتِهِ قُصِّيهِ فَبَصُرَتْ بِهِ عَنْ جُنُبٍ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ

او اوئیل دی خور دهغی ته لاړه شه ورپسی نو کتل هغی ده ته د لری نه او دوی نه پوهیدل -

هر کله چه مور د موسیٰ علیه السلام ته معلومه شوه چه موسیٰ علیه السلام دفرعون کورته تلی دی لیکن زړه ددی مضبوط وؤ او نور حال دمعلومولو دپاره ئی خور د موسیٰ علیه السلام دفرعون کورته اولیږله هغه هم هوښیاره وه ځکه چه موسیٰ علیه السلام ته نزدی نه راتلله دپاره ددی چه څوک شک اونه کړی چه دا دده خورده نوددی وجی دلری نه ئی کتل -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل