القصص ۱۰

وَأَصْبَحَ فُؤَادُ أُمِّ مُوسَى فَارِغًا إِنْ كَادَتْ لَتُبْدِي بِهِ لَوْلَا أَنْ رَبَطْنَا عَلَى قَلْبِهَا لِتَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ

اوصباله شو زړه د مور د موسیٰ علیه السلام اوزگار دهرڅه نه (سیوادفکردبچی نه) یقیناً نزدی وه چه حال ئی دهغه ښکاره کړی وی که چیری تړون نه وی راوستلی مونږپه زړه هغه باندی دپاره ددی چه شی دایمان والونه -

په دی آیت کښی ذکردمصیبت دی په مورد موسیٰ علیه السلام باندی لیکن سره دنعمت نه په طریقه دکرامت دهغی، ځکه ربط القلب دداسی مصیبت په وخت د اللّه تعالٰی دطرف نه کرامت اونعمت دی او داسی ربط القلب په اصحاب کهف باندی هم وؤ سورة کهف (۱۴) (مِنَ الْمُؤْمِنِينَ) مراد ددی هغه څوک چه په وخت دمصیبت او ابتلاء‌ کښی هم په ایمان باندی پوخ وی او د اللّه تعالٰی په وعدو باندی یقین لری -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل