وَقَالَتِ امْرَأَتُ فِرْعَوْنَ قُرَّتُ عَيْنٍ لِي وَلَكَ لَا تَقْتُلُوهُ عَسَى أَنْ يَنْفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ
او اوئیل ښځی دفرعون یخ والی دسترگوځما او ستادی مه وژنه ده لره کیدی شی چه نفع راکړی مونږته یابه ئی اونیسو دځوئ په ځآئ باندی اودوی نه پوهیدل -
دا نعمت د اللّه تعالٰی دی دمصیبت نه نجات اوحفاظت د موسیٰ علیه السلام یعنی اللّه تعالٰی د موسیٰ علیه السلام خفاظت اوکړو په ذریعه دښځی دفرعون سره او دغه ښځی امید دنفع کړی وؤ نو اللّه تعالٰی هغه لره هدایت نصیب کړو په سبب د موسیٰ علیه السلام سره اوددی ښځی ذکرپه سورة تحریم (۱۱) کښی شته دی - (أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا) اشاره ده چه ددی ښځی ولد نه وؤ لیکن ددی وجی نه چه فرعون کښی مردانیت نه وؤ نو ځکه هغه چپ پاتی شو (وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ) دا کلام مستقل رد دی په فرعونیانوباندی چه دوی موسیٰ علیه السلام دغه وخت نه پیژندلو، یا دا کلام دښځی دی یعنی مونږپه دی په پټه طریقه دځان دپاره ولد اوگرځوو اونورو خلقو ته به معلومه نه وی هغوی به خیال کوی چه دی واقعی ددوی ولد دی -