القصص ۸

فَالْتَقَطَهُ آلُ فِرْعَوْنَ لِيَكُونَ لَهُمْ عَدُوًّا وَحَزَنًا إِنَّ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا كَانُوا خَاطِئِينَ

پس را اوچت کړو ده لره کورنئ دفرعون (عاقبت دا) چه شی دوی لره دشمن او غم یقیناً فرعون او هامان او لښکری دهغی دواړه وؤ دوی خطاکار -

په دی آیت کښی اشاره ده چه بعضی وخت کښی عمل دشخص دضرر دپاره سبب اوگرځی - (لِيَكُونَ) دی ته لام عاقبت وئیلی کیږی (خَاطِئِينَ) خطا شوی وؤ په تربیت د موسیٰ علیه السلام کښی یا مشرکان او گنهگاران وؤ اوپه دی آیت کښی مصیبت ظاهراً ذکرشو ځکه چه د موسیٰ علیه السلام کوردفرعون ته ورتلل ظاهراً سبب دخفگان دمور وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل