وَأَوْحَيْنَا إِلَى أُمِّ مُوسَى أَنْ أَرْضِعِيهِ فَإِذَا خِفْتِ عَلَيْهِ فَأَلْقِيهِ فِي الْيَمِّ وَلَا تَخَافِي وَلَا تَحْزَنِي إِنَّا رَادُّوهُ إِلَيْكِ وَجَاعِلُوهُ مِنَ الْمُرْسَلِينَ
او خودنه اوکړه مونږ مور د موسیٰ علیه السلام ته چه پئ ورکوه ده لره پس هرکله چه اویریږی په ده باندی نوواچوه ده لره په دریاب کښی اومه ویریږه (دده دمړکیدلونه) او مه خفه کیږه (دده په جدائی باندی) یقیناً واپس راگرځوؤ ده لره تاته او جوړوؤ ده لره دپیغمبرانو نه -
ددی آیت نه تفصیل دقصی د موسیٰ علیه السلام دی اوددی نه مقام اول دی تر (۱۴) پوری، په دی کښی ذکر دمصیبت دی په مور د موسیٰ علیه السلام باندی سره دبشارتونو او کرامتونونه او سبب درسیدلو د موسیٰ علیه السلام دی دفرعون کورته اوبیا دمورغیږی ته اودا احوال دصغر (وړوکوالی) دی په دی (۷) کښی دوه اوامراو دوه نواهی او دوه بشارتونه ذکردی اوداد قرآن لوئ فصاحت او بلاغت دی اود وحی نه مراد الهام دی په طریقه غائیبانه سره یا په واسطه دفرښتی سره او دیته کرامت وئیلی کیدی شی اوپه دی کښی ذکردمصیبت دی سره دبشارت نه -