القصص ۶

وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَنُرِيَ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُمْ مَا كَانُوا يَحْذَرُونَ

اوچه طاقت ورکړو دوی لره په ملک کښی او اوخایو فرعون او هامان او لښکرو دهغوی ته دطرف د بنی اسرائیلو نه هغه شی چه دوی ترینه ویره کوله -

په دی کښی دوه انعامات دی اول داچه علاوه دوراثت دمصر نه نورو ملکونو کښی قدرت ورکول لکه چه په ځمکه دشام کښی ئی هم دوی ته تسلط ورکړو دوهم نُرِيَ آه (مَا كَانُوا يَحْذَرُونَ) چه هغه زوال دبادشاهئ دفرعون دی په سبب دیوولد د بنی اسرائیلو چه هغه دوی ته په ذریعه د بنی اسرائیلو یا په خوب دفرعون سره معلوم شوی وؤ اوفرعون دهغی ویری نه ذبح د ابناؤ د بنی اسرائیلو کوله -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل