وَنُرِيدُ أَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ
او مونږ غوښتل چه احسان اوکړو په هغه کسانو باندی چه کمزوری کړی شوی وؤ په ملک کښی اوجوړ کړو مونږدوی لره مشران ددین اوجوړکړو دوی لره وارثان دځمکی -
دا ذکر دانعاماتو دی په بنی اسرائیلوباندی په دی آیت کښی دری انعامات ذکرشوی دی اودیته انقلابی انعامات وئیلی کیږی اول داچه ضعف او کمزوری ددوی بدلوی په قوت ورکولوسره، اوپه دی کښی هغه انعاماتو ته اشاره ده کوم چه په سورة بقرة کښی ذکرکړی شوی دی دوهم (وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً) مراد ددی نه دعوت کوونکی دی دین حق ته لکه سورة الم سجده (۲۴) کښی ذکردی او دی کښی اشاره ده چه په دین کښی مقتداء جوړیدل لوی انعام الٰهی دی دریم (وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ) ددی ذکرپه سورة اعراف (۱۳۷) کښی تیرشوی دی -