إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ
یقیناُ فرعون لوئي کړی وه په ملک کښی اوجوړ کړی وؤ اوسیدونکی دهغی ډیری ډلی کمزوری کوله ئی یو ډله دهغوی نه حلالول ځآمن دهغوی اوبی حیاکولی ئی زنانه دهغوی یقیناً د وؤ دفساد کوونکونه -
په دی آیت کښی دفرعونیانو شپږ جرمونه ئی ذکرکړی دی (عَلَا فِي الْأَرْضِ) تکبرپه دعویٰ د ربوبیت اود الوهیت سره (شِيَعًا) داسی ډلی چه هغوی دیوبل سره تعصب او ضدکوی اودارنگ بعضوله په عزت اواقتدار کښی حصه ورکړی او د بعضو نه خدمتونه اخستل (يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ) په دی کښی دواړه کرته داخل دی یعنی دسورة بقرة (۴۹) اودسورة اعراف (۱۲۷) (الْمُفْسِدِينَ) مراد دادی چه کفراوشرک اشاعت او مدد ئی کولو اودتوحید اود تابعدارئ د موسیٰ علیه السلام نه ئی خلق منع کول -