نَتْلُو عَلَيْكَ مِنْ نَبَإِ مُوسَى وَفِرْعَوْنَ بِالْحَقِّ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
بیانوؤ مونږ په تاباندی بعضی دخبر د موسیٰ علیه السلام او فرعون په رشتیا (دتسلئ دپاره) د هغه قوم چه ایمان راوړی -
دا دعویٰ دسورة ده یعنی تسلی ده نبی ﷺ او مؤمنانو ته یعنی په واقعه د موسیٰ علیه السلام اوفرعون کښی مؤمنانو دپاره فائدی او بشارت او تسلی ده چه تکبراو اولوئی او ډیروالی دمال او جاه دعذاب نه بچ کول نشی کولی او حق پرستو باندی مصیبتونه راځی او اللّه تعالٰی به کامیابی ورکوی -