النمل ۹۳

وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ سَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ فَتَعْرِفُونَهَا وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ

او اوایه ټول صفتونه دخدائی توب خاص اللّه تعالٰی لره دی زر دی چه اوبه ښایم تاسوته دلیلونه خپل پس تاسوبه ئی اوپیژنئ اونه دی ستا رب غافل دهغه عملونونه چه دوی کوی -

دا دعویٰ دتوحید ده لکه چه دا تفریع شوه په دلیلونو دتوحید اوپه ذکر داحوالو دقیامت باندی اودا نورلسم خطاب دی (آيَاتِهِ) ددی نه مراد نمونی دعذاب دنیوی دی په مختلفونو قومونو مکذبینوباندی - (وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ) هم ددی تائید دی یامراد ددی نه نوردلیلونه دتوحید د اللّه تعالٰی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل