۱ القصص

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
طسم

طا سین میم -

سورة القصص

ربط: ددی سورة د سورة نمل سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورة کښی اثبات دتوحید اوشو په دلیلونو نقلیو او عقلیو سره نوپه دی سورة کښی تسلی او تشجیع ده نبی او مؤمنانو ته په رسولو ددی مسئلی سره اوبشارت دی په کامیابئ‌ سره - دوهمه وجه سورة شعراء‌ اونمل د موسیٰ علیه السلام دقصی دابتداء‌ نه وه ذکرکړی اوس په دی سورة کښی د موسیٰ علیه السلام دولادت دحال نه شروع کوی - دریمه وجه دا چه دهغی سورة په آخر کښی سَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ فرمائیلی وؤ نوپه دی سورة کښی دهغه آیاتونونه واقعه دهلاکت دفرعونیانو ذکرکوی -

دعویٰ ددی سورة

دا تسلی ده احل حق ته په کامیابئ سره روستو دتیرولو دمصیبتونونه په دعوت دتوحید کښی اوددی دپاره مثال نعمتونه دی په بنی اسرائیلو باندی اوعذابونه دی په دشمنانوباندی یعنی فرعون، هامان او قارون اوپه سورة کښی اثبات دتوحید دی په عقلی دلیلونو سره اوپه رد د دری اقسامو دشرک سره چه شرک فی العلم او فی التصرف او فی الدعا دی -

خلاصه ددی سورة

دا سورة تقسیم دی دری بابونو ته اول باب تر (۴۴) پوری دی په دی کښی اول ترغیب دی قرآن ته بیا دعویٰ دسورة ده - بیا اجمال دقصی د موسیٰ علیه السلام دی په ذکردپنځه نعمتونو سره په بنی اسرائیلو باندی اوذکر دنعمت په فرعونیانوباندی دوجی دشپږ ظلمونونه بیا قصه د موسیٰ علیه السلام چه تقسیم ده پنځه مقاماتو ته -

تفسیر

دا دمقطعاتو نه دی دپاره دتنبیه په اعجاز دقرآن کریم باندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل