وَأَنْ أَتْلُوَ الْقُرْآنَ فَمَنِ اهْتَدَى فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ وَمَنْ ضَلَّ فَقُلْ إِنَّمَا أَنَا مِنَ الْمُنْذِرِينَ
اوچه بیانوؤم قرآن پس چاچه هدایت اموندلو یقیناً هدایت مومی خپلی فائدی لره اوڅوک چه گمراه شو نو اوایه یقیناً زه د ویره ورکوؤنکو نه یم -
داهم دلیل وحی دی أُمِرْتُ لاندی داخل دی اودا اولسم خطاب دی - فقل اتلسم خطاب دی - او تلاوت په طریقه ددعوت سره مراد دی اشاره ده چه وضاحت دتوحید په قرآن بیانولو سره دی (وَمَنْ ضَلَّ فَقُلْ) اصل جزا مقدر ده فیضِل علیها او فَقُلْ آه دپاره دبرائت د نبی ﷺ دی د ذمه واری دگمراهانونه -