النمل ۹۱

إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ رَبَّ هَذِهِ الْبَلْدَةِ الَّذِي حَرَّمَهَا وَلَهُ كُلُّ شَيْءٍ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ

یقیناً امرکړی شوی دی ماته چه خاص بندگی دی اوکړم دمالک ددی ښار هغه ذات چه عزت ئی ورکړی دی اودهغه اختیار کښی هرڅه دی اوماته امرکړی شوی دی چه زه شم دتابعدارئ‌ کوؤنکو نه -

هرکله چه هیبت دقیامت ذکرکړی شو نودهغی نه د بچ کیدلو دپاره طریقه ذکرکوی اودا دوحی دلیلونه دی - (إِنَّمَا أُمِرْتُ) یعنی توحید عقیدةً او عملاً باندی ماته امرکړی شوی دی (رَبَّ هَذِهِ الْبَلْدَةِ) دا اول دلیل دی او (وَلَهُ كُلُّ شَيْءٍ) دا دوهم دلیل دتوحید دی هرکله چه دوه امرونه دی ددی وجی نه دوه دلیلونه ئی ذکرکړل (مِنَ الْمُسْلِمِينَ) مراد دادی چه د توحید علمونه ښکاره کولو باندی ماموریم لکه په سورة انعام (۱۶۳) کښی - د بَلْدَةِ تخصیص ددی وجی نه اوشو چه هغه دمشرکانو په نظرکښی معظم ده محبوبه ده نودهغی رب به هم ضرور معظم او معبود وی اودارنگ بعضی روایاتو منقول دی چه دابة الارض به دځمکی د مکی نه را اوځی ددی وجی نه خاص کړی شوه په ذکرسره په دی سورة کښی -
فائده: هرکله چه په دی سورة کښی خطابات د نبی ﷺ ذکر کړی شول په(۸۱،۸۰،۷۹،۷۸،۷۴،۷۳،۷۲،۷۰،۶۹،۶۵،۵۹،۶) کښی نو ددی ایت په اول کښی قل مقدر دی اومتعلق دی دهغه خطاباتو سره او دا شپاړلسم خطاب دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل