وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَكُبَّتْ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ
اوچاچه راتلل اوکړل په بدئ نو اوغورځولی به شی مخونه ددوی په اور کښی بدله نشی درکیدلی تاسوته مگردهغه عملونو چه تاسو کول -
دا تخویف اخروی دی اوپه دی کښی شپږم حال ذکرکوی او السیئه نه مراد شرک او کفردی (هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ) اشاره ده چه دا جزا په شان دعمل ددوی ده دوی د اللّه تعالٰی دین لره الټه کړی وؤ نودوی به هم الټه کړی شی اودارنگ سورة شعراء کښی تیرشوی دی (۹۴) آیت کښی -