مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِنْهَا وَهُمْ مِنْ فَزَعٍ يَوْمَئِذٍ آمِنُونَ
چاچه راتله اوکړو په ښه (خصلت) سره نو ده لره غوره بدله به وی دهغی دوجی نه اودوی به د گبراهټ ددغی ورځی نه امن والا وی -
دا د احوالو دبعث بعدالموت نه پنځم حال دی اوبشارت دی مؤحیدنو لره (بِالْحَسَنَةِ) کلمه د لآ اِلَهَ اِلّا اللّهُ ده (خَيْرٌ مِنْهَا) مِن اجلِیَه دی یعنی بهتر جزا به وی دوجی دکلمی دتوحید نه (مِنْ فَزَعٍ يَوْمَئِذٍ) دا فزع دورځ دقیامت د مخکښی نه جدا ده ځکه چه په ورځ دقیامت ډیرهیبتونه دی یودهغی نه ذبح دموت ده دلته صعق مراد نه دی ځکه چه هغه صعق اوبیا افاقه په ټولو مؤمنانوباندی هم راځی -