وَتَرَى الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَهِيَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ إِنَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَفْعَلُونَ
اووینی به ته غرونو لره گمان به کوی ته په هغی باندی کلک په ځای باندی اوهغه به تیریږی په شان د تیریدلو د وریځی جوړخ د اللّه تعالٰی دی هغه ذات چه مضبوط کړی دی هرڅیز یقیناً اللّه تعالٰی خبردار دی په هغه کارونو چه تاسو ئی کوئ -
داد احوالو دقیام دقیامت نه هیبت ناک څلورم حال دی (تَحْسَبُهَا جَامِدَةً) یعنی اوس ته دا گمان کوی چه دا غرونه ډیرکلک دی اوحال دا چه دا به دوریځوپه شان روان شی یاداچه په هغه وخت به ته گمان کوی چه دا غرونه په خپل ځای باندی ولاړ دی او حال داچه روان به وی ځکه چه غټ جسم چه حرکت کوی نوانسان په هغی باندی نه پوهیږی - امام قرطبی دغرونو حالات چه په وخت دقیام دساعت کښی وی په ترتیب سره ذکرکړی دی اول اندکاک (فدکتادکة واحدة) دوهم کالعهن المنفوش دریم هباء منثورا څلورم نسف پنځم مرالسحاب شپږم سراب (صُنْعَ اللَّهِ) مفعول مطلق دی دفعل یا انظروا مخذوف دی یعنی اوگورئ جوړخ د اللّه تعالٰی ته غرونو وغیره لره (كُلَّ شَيْءٍ) نه مراد غرونه اودهغی ټکړی دی یا هرڅیزمراد دی او اتقان نه مراد مناسب او په حکمت سره جوړول دی -