النمل ۸۷

وَيَوْمَ يُنْفَخُ فِي الصُّورِ فَفَزِعَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَنْ شَاءَ اللَّهُ وَكُلٌّ أَتَوْهُ دَاخِرِينَ

اوپه کومه و رځ چه پوکی اوکړی شی په شپیلئ‌ کښی نوگبراؤ به شی هغه څوک چه په آسمانونو کښی دی اوهغه څوک چه په ځمکه کښی دی مگرهغه څوک چه اللّه تعالٰی غواړی (دهغوی بچ کول) اوټول به راځی هغه ته عاجزی کوؤنکی -

ددی آیت نه تخویف اخروی شروع دی اودری حالات ئی په دی آیت کښی ذکرکړی دی او صحیح داده چه نفخ فی الصور دوه ځله ده اول دفنا دپاره اودوهمه دبعث دپاره - اوفزع او صعق یوشی دی اومراد ددی نه اوله شپیلئ ده دپاره دفنا ځکه چه ورپسی دغرونو حال ئی ذکرکړی دی اوهغی فناته فزع او صعق هم وائی ځکه چه ویره او بی هوشی به اول راشی نوبیا به مړه شی، په (إِلَّا مَنْ شَاءَ اللَّهُ) کښی اختلاف دی بعضو وئیلی دی شهداء‌ دی او انبیاء علیهم السلام په کښی هم داخل دی اوبعضو وئیلی دی مراد ترینه ملائک دی - اوبعضو وئیلی دی چه مراد ترینه کل مؤمنان دی په قرینه د (۸۹) سره مطلب دادی چه فنا نه وړاندی کومه فزع او گبراهټ راځی نودوی به دهغی نه مستثنیٰ وی بالفرض که دوی هغه وخت موجود وی (وَكُلٌّ أَتَوْهُ) کل په معنیٰ کښی جمع دی نوضمیردجمع ورته راجع کول صحیح دی دوهم قول دادی چه دا نفخ فی الصور په ورځ دمحشرده روستو دبعث نه اوفزع په معنیٰ دصعق (بی هوشئ) دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل