أَلَمْ يَرَوْا أَنَّا جَعَلْنَا اللَّيْلَ لِيَسْكُنُوا فِيهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
آیا نه گوری دوی چه یقیناً گرځولی ده مونږشپه (تیاری والا) چه آرام اوکړی دوی په هغی کښی اوورځ رنړا والا (چه کسب اوکړی په هغی کښی) یقیناً په دی کښی ډیردلیلونه دی هغه قوم لره چه ایمان راوړی -
هرکله چه مخکښی زجراوتخویف په انکار دآیات قرآنیه باندی وؤ اوس زجرورکوی په انکارد آیات عقلیه سره اودارنگ په دی کښی دلیل دی دپاره داثبات دبعث بعدالموت (يُؤْمِنُونَ) هغه څوک چه یقین کوی چه داتصرفات د اللّه تعالٰی دی -