وَوَقَعَ الْقَوْلُ عَلَيْهِمْ بِمَا ظَلَمُوا فَهُمْ لَا يَنْطِقُونَ
اورابه شی فیصله دعذاب په دوی باندی په وجه دظلم ددوی پس دوی به خبری نشی کولی -
په دی کښی هم تخویف اخروی دی (وَقَعَ الْقَوْلُ) یعنی فیصله دعذاب په دوی باندی واجبه شوه - (فَهُمْ لَا يَنْطِقُونَ) یعنی حجت او دلیل نشی پیش کولی یامراد داچه په خوله باندی به ئی مهراوهلی شی -