حَتَّى إِذَا أَتَوْا عَلَى وَادِ النَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ
تردی پوری هرکله چه راغلل دوی په میدان دمیږوباندی اوئیل میږی ای میږو ورننوځی کورونوخپلو ته میده نه کړی تاسولره (دخپولاندی) سلیمان اولښکری دهغه اودوی به نه پوهیږی -
مخکښی آیت کښی بیان وؤ د أُوتِينَا مِنْ كُلِّ شَيْءٍ، اوپه دی آیت کښی بیان دی د علمنا منطق الطیر، حَتَّى نه مخکښی تقدیرعبارت دی (فساروا) روان شول تردی پوری (وَادِ النَّمْلِ) بقاعی په نظم الدر کښی وئیلی دی چه دا وادی په طائف کښی ده اومالیدلی ده اوبیضاوی وائی چه په شام کښی ده (نَمْلَةٌ) وئیلی شوی دی چه ددی میږی دوه وزری وی ځکه ددی خبری په منطق الطیرکښی داخلی دی - مشهوره داده چه دا مؤنثه وه (ځکه اوس بعضی ناپوهه دلیل نیسی په جواز دامارت دښځوباندی اوداقول دامام ابوحنیفه نه په وړوکوالی دهغه کښی نقل کړی شوی دی لیکن طیبی، اوحیان، زمخشری، په هغی باندی رد کړی دی اوظاهراحتمال دادی چه نروؤ اوتانیث لفظی سره داسنادمؤنث نه دلیل دتانیث حقیقی نه دی - حکمتونه ددی آیت دادی (۱۹میږواو نورو حشراتوکښی اللّه تعالٰی فهم او شعوراچولی دی (۲) میږی هم ژوند په خاص تنظیم سره تیروی (۳) هرمشرله په کاردی چه خپل قوم ته دخطراتواومفاسدونه دبچ کیدلو تدبیراوخائی لکه چه دی میږی خودلی وو (۴) اودچانه چه یوعمل په ناخبرئ باندی کیږی نوهغه معذورگنړل په کاردی - لکه چه په لَا يَشْعُرُونَ کښی عذرد سلیمان علیه السلام اودهغه لښکرته اشاره اوکړه (۵) پیغمبران او اولیاء کله دخپولاندی دمیږی دحال نه هم علم نه لری ځکه چه علم دغیبوهغوی لره نیشته -
فائده ۱: ظاهرداده چه سلیمان علیه السلام داسفر په هواکښی نه کوؤ یا خوقریب سفروؤ یاهواتردی وخت پوری نه وه مسخرکړی شوی نودا اعتراض نه شی کیدلی چه لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ ئی ولی اوئیل هغه خوپه هوای کښی مزل کوؤ -
فائده ۲: د نملة په کلام کښی لس وجوه دفصاحت اوبلاغت دی (اودا الفاظ دقرآن کلام اللّه دی) (۱) نداء یا (۲) تنبیه ایها (۳) تسمیه النمل (۴) امر ادخلوا (۵) قصص مساکنکم (۶) تحذیر لایحطمنکم (۷) تخصیص سلیمان (۸) تعمیم جنوده (۹) اشاره وَهُم (۱۰) عذر لایشعرون -