النمل ۱۷

وَحُشِرَ لِسُلَيْمَانَ جُنُودُهُ مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ وَالطَّيْرِ فَهُمْ يُوزَعُونَ

اورا غونډ کړی شوی سلیمان علیه السلام ته لښکری هغه د پیریانو او مارغانو په دوی حصی حصی کولی شول -

دا تصدیق دی د ماقبل خبر چه دعلم دمنطق الطیر اودلوی بادشاهی نمونه داده - حکمتونه دادی (۱) بادشاهی لره فوجی نظام ضروری دی (۲) په وخت دضرورت کښی ټول لښکر جمع کول په کار دی (۳) لښکردهغه دری قسمه مخلوق وؤ داپه طریقی دمعجزی سره وؤ (۴) لښکرټول په یوځای کښی جمع کول دپاره ددی چه هیبت پریوځی په دشمن باندی (۵) لښکر په مختلف ټکړو کښی تقسیم کول په کاردی په وخت دضرورت کښی دپاره دتنظیم اوداټول امورسیاسیه دی (يُوزَعُونَ) رابندولی شول په یوځای کښی یا معنیٰ داده چه تقسیم کولی شول په انتظام سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل