النمل ۱۹

فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِنْ قَوْلِهَا وَقَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَدْخِلْنِي بِرَحْمَتِكَ فِي عِبَادِكَ الصَّالِحِينَ

پس مسکی شو سلیمان علیه السلام خندیدونکی دوجی دوینا دهغه نه او اوئیل ده ای ربه ځما برخه (توفیق) راکړی ماته چه شکراوکړم د نعمتونوستا هغه چه تا احسان کړی دی په ماباندی اوپه موراوپلار ځما باندی اوداچه عمل اوکړم نیک چه ته ئی خوښوی او داخل کړی مالره په وسیله درحمت ستا په بندگان ستاکښی چه نیکان دی -

هرکله چه وینا دنملی اللّه تعالٰی سلیمان علیه السلام ته واوروله نوهغه نعمت د اللّه تعالٰی ئی اوگنړلو او خوشحالی ئی ښکاره کړله اوشکرئی ادا کړلو - حکمتونه ددی آیت دادی (۱) دخندا دوه قسمونه ئی ذکرکړی دی (۱) تبسم (۲) ضحک، او قهقهه ئی نه ده ذکرکړی ځکه چه قهقهه دزړه دغفلت دوجی نه وی او انبیاء علیهم السلام دزړه دغفلت نه پاک دی (۲) په نعمت باندی خوشحالی کول جائزدی (۳) دعا دتوفیق دشکر هم شکر دی (۴) اونعمت چه والدینوباندی نعمت دی نوپه اولاد باندی دهغی هم شکرکول ضروری دی (۵) انبیاء علیهم السلام هم مکلف دی په عمل صالح کولویعنی داسی عمل چه موافق وی د هغوی دوحی سره (۶) او انبیاء علیهم السلام هم رحمت د اللّه تعالٰی ته محتاج دی (۷) اورحمت د اللّه تعالٰی بهتره وسیله ددعا ده -
فائده: دتبسم نه روستو ضَاحِکاً ئی ذکرکړی دی ځکه چه ضحک په معنیٰ دخوشحالئ سره دی معنیٰ دا موسکی شو خوشحالی کوؤنکی وو یامراد دادی چه اول ئی تبسم اوکړلو نوبیائی صورت دضحک اختیارکړو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل