إِلَّا مَنْ ظَلَمَ ثُمَّ بَدَّلَ حُسْنًا بَعْدَ سُوءٍ فَإِنِّي غَفُورٌ رَحِيمٌ
لیکن هغه څوک چه نقصان ئی اوکړو بیائی اوکړه نیکی روستو دبدئ نه نویقیناً زه بخښنه کوؤنکی یم -
په دی آیت کښی استثناء منقطع ده حال دغیرانبیاؤ ذکرکوی یعنی چاچه گناه اوکړه اوبیائی توبه اوکړه نوده باندی به هم خوف نه وی ځکه چه اللّه تعالٰی ورته بخنه کوی - بل قول دادی چه دا استثناء متصل ده په تقدیرددی عبارت سره، والخوف علی من سواهم الامن ظلم، ویره شته په ماسیواد رسولانوباندی مگرچه توبه اوباسی نوویره تری نه لری شی یا داچه استثناء متصل ده بغیر دتقدیر دعبارت نه اوظلم نه مراد خلاف اولٰی کاردی لکه قتل دقبطی دلاس د موسیٰ علیه السلام نه -