وَأَدْخِلْ يَدَكَ فِي جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ فِي تِسْعِ آيَاتٍ إِلَى فِرْعَوْنَ وَقَوْمِهِ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ
او ورننه باسه لاس خپل په گریوان خپل کښی راوؤ به ځی سپین بی له عیب نه (اولیږل مونږ) په نهه معجزاتو کښی فرعون اوقوم دهغه ته یقیناً دوی وؤ قوم نافرمان -
په دی آیت کښی دوهمه معجزه ذکرکړی ده اوپه دی حکمتونه دادی (۱) اوله معجزه کښی انقلاب دجماد وؤ حیوان ته هغه جماد چه مجمع دفوائدو وو داسی حیوان ته بدله شوه چه مجمع دشرور ده - اودوهمه معجزه انقلاب داعراضو دی په اعضاؤ دبدن د موسیٰ علیه السلام کښی (۲) گریوان دقمیص په سینه باندی په کار دی (۳) سره دانقلاب دحال نه خالی وو دهرنقصان نه (۴) نورآیات ئی اجمالی ذکرکړل اوتفصیل ئی سورة اعراف کښی تیرشوی دی (۵) تخصیص دفرعون اوتعمیم دقوم دهغه دپاره درسالت د موسیٰ علیه السلام (۶) اوعلت د کثرت معجزات اوتخصیص دفرعونیانوئی ذکرکړی دی په صفت دفسق دهغوی سره -