النمل ۱۰

وَأَلْقِ عَصَاكَ فَلَمَّا رَآهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَانٌّ وَلَّى مُدْبِرًا وَلَمْ يُعَقِّبْ يَا مُوسَى لَا تَخَفْ إِنِّي لَا يَخَافُ لَدَيَّ الْمُرْسَلُونَ

او اغورځوه همسا خپله پس هرکله چه اولیدله هغه خوځیدله زرزر گویاکه چمچماردی اوگرځیدلو شاکوؤنکی اونه را گرځیدلو بیرته (اوئیل مونږ) مه ویریږه یقیناً نه ویریږی ځما په خواکښی پیغمبران -

په دی حکمتونه (۱) درسالت سره معجزه په کارده (۲) مناسبه معجزه وه دهغه وخت سره (۳) په غټ والی که ثعبان اوپه زرزر خوځیدلوکښی دجان (چمچمار) په شان، دوه صفتونه متضاد په کښی جمع وو دلیل دی په لوی قدرت د اللّه تعالٰی باندی (۴) دظاهراسبابو نه ویره کول درسالت سره منافی نه دی (۵) دلیل دی چه په غیبوباندی موسیٰ علیه السلام نه پوهیدلو (۶) دلیل دی چه معجزه دنبی په اختیار کښی نه وی (۷) تسلی د اللّه تعالٰی دطرف نه (۸) په وخت دقرب د اللّه تعالٰی کښی داسبابونه خوف نه وی په کار (۹) اودا خاص دی په رسولانو پوری -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل